غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د واليبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې تيوره ولسوالۍ لوبډلې خپلې سیالې ښاروالۍ لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د غوره استعدادونو موندل دي.
