غور؛ مرکز فیروزکوه ښار کې د یوولسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د یوولسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د یووالي لوبډلې خپلې سیالې شاهین لوبډلې ته د ۲ پر۱ ګولونو پر توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د غور ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي، چې دوې میاشتې به دوام وکړي.
