غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۰:۳۴
غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ ترسره شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د اتلانو لوبډلې په ټاکلو ۱۵ اورونو کې سیالې خپلواک لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه په مقابل کې خپلواک لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یاد هدف پوره نه کړ او لوبه د اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ورسېده.

دغو سیالیو یوه اوونۍ دوام وکړ او موخه یې د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې د غوره ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته کپ او مډالونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۲۲
Background image

بلخ؛ د حيرتان ښارګوټي کې د ۷۰کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حيرتان ښارګوټي کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۳۶
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د بايسکل ځغلونې ملي ټاکنيزې سيالۍ د ۲۵ بايسکل ځغلونکو پر ټاکلو پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بايسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري د هېواد له ۱۴ ولايتونو څخه د ۵۵ بايسکل ځغلونکو ترمنځ د سرکوي( جاده يي) سبک ملي ټاکنيزې سيالۍ، چې درې. . .

BACK TO NEWS