غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د والیبال سیالۍ د ښاروالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۹:۴۱
غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د والیبال سیالۍ د ښاروالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غوره ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ښاروالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې ښاروالۍ لوبډلې خپلې سیالې شاهین کاسي لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول و، چې ۱۰ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د هلمند د شمالي د او جنوبي ولسوالیو ترمنځ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۱
Background image

ننګرهار؛ په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټيپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ موټرسایکل جام سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۰
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د سټار غوچ لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

BACK TO NEWS