غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز فیروز کوه ښار په کاسي کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې شاهین کاسي لوبډلې خپلې سیالې اطلس لوبډلې ته د ۰/۱ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
