غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې چهارسده ولسوالۍ منتخبې لوبډلې خپلې سیالې تولک ولسوالۍ لوبډلې ته د ۴/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول، د فیروز کوه ښارغوره لیګ سیالیو ته د غوره لوبغاړو موندل او د لوبغاړو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
