غور؛ په فيروز کوه ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ډله يزي سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۹:۳۰
غور؛ په فيروز کوه ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ډله يزي سيالۍ پيل شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت او فوټبال فدراسيون په ګډه همغږۍ په فىروز کوه ښار کې د دوستۍ او يو بل منلو په نوم د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ډله‌ييزې سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست، ورزش امريت، نظامي محکمې، ښاروالۍ، زراعت، روغتون، امنيه قوماندانۍ، کلوپ، ښاري استخباراتو، محبس، علماوو شورا او امر بالمـــ عروف لوبډلې برخه لري.

د دې سياليو د پيل په لوبه کې د زراعت لوبډلې د ١١-٣ ګولونو په توپیر د کار او ټولنیزو چارو ریاست لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دغو سياليو موخه په غور ولایت کې د ټولو ملکي او نظامي ادارو ترمنځ اتحاد، اتفاق او د ښو اړيکو رامنځته کول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۳
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينک👇

https://www.facebook.com/share/18vXZQGuZQ/

 

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۳۷
Background image

پکتيا کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فډراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په دولتزيو سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ "ولس او حکومت يو دی" په نوم د فوټبال سيالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۳۰
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بړو انصاف. . .

BACK TO NEWS