غور؛ چهارسده ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ پيل شوې

د غوره ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د چهارسده ولسوالۍ په فلاحخور کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې عاقل لوبډلې خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول دي، چې دوې اونۍ به دوام وکړي.