فاریاب؛ میمنه ښار کې ۱۸ ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه وتړل شول

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د جودو رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د میمنه ښار په سنګر کلب کې د یادې برخې ۱۸ ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه وتړل شول.
په پایله کې دوو ورزشکارانو ته تور کمربندوه او نورو ورزشکارانو ته ژېړ، زرغون، اسماني او قهوي بېلا بېلورنګونو کې د ارتقا کمربندونه وتړل شول.
هېره دې نه وي په پای کې د یادې برخې ورزشکارانو له لوري نمایشات ترسره شول.