فاریاب ؛ اندخوي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۸:۴۲
فاریاب ؛ اندخوي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ ترسره شوې

د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندخوي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د سادات کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې د سادات کلب لوبډلې خپلې سیالې اخلاص ملي لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ګولونو پر توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه په اندخوي ولسوالۍ کې د فوټسال ورزش ته وده ورکول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې د فارياب ورزشي امريت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۶
Background image

د فوټسال له ۱۸ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د ارجنټاین پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته کېږي

د افغانستان له ۱۸ کلنو کم‌عمره فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۶ ډاکار المپيکي سياليو په لړ کې د خپلې دویمې سیالۍ د ترسراوي په موخه سبا (چهارشنبه د نومبر ٤مه) د ارجنټاین پر وړاندې د سيالۍ ډګر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

زابل؛ ميزانه ولسوالۍ کې د ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په ميزانه ولسوالۍ کې له درېيو ولسواليو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ییزې آزادې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS