فاریاب کې د کونګفو ولایتي لوبډلې د انتخاب لپاره لوبې وشوې
په فاریاب ولایت کې د شوروي لښکر د ماتې کلیزې نمانځلو او د ولایتي لوبډلې د انتخاب په موخه په مرکز میمنه کې د کونګو لوبې وشولې.
په دغو لوبو کې له مرکز میمنې او قیصار ولسوالیو څخه د اتو کلپونو لوبډلو ګډون کړی و، چې تېره ورځ په میمنې ښار کې وشولې.
دغه لوبې د بدني روزنې او ورزش امریت له پلان سره سمې او د هغوی تر څارنې لاندې وشولې.
په دغو لوبو کې څلوېښتو ورزشکارانو لوبې وکړې، چې د هغوی له منځه څوارلس غوره لوبغاړي د ولایتي لوبډلې لپاره انتخاب شول.
د لوبو په پای کې د ورزش امر عبدالوهاب مجیدي په لاسونو د ښاروالۍ او کونګفو فدراسیون لخوا تیارې شوې ډالۍ او ستاینلیکونه د کلپونو استادانو او غوره لوبغاړو ته ورکړل شول.
