فوټسال ملي کمېټې د زلال موفق شرکت سره د ټايټل سپانسرۍ تړون لاسليک کړ

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۷:۲۲
فوټسال ملي کمېټې د زلال موفق شرکت سره د ټايټل سپانسرۍ تړون لاسليک کړ

د افغانستان فوټبال ملي فدراسيون د فوټسال کمېټې د ۲۰۲۵ فوټسال غوره ليګ څلورم پړاو سياليو د ټايټل سپانسرۍ( عمومي ملاتړ ) تړون د زلال موفق خصوصي صنعتي شرکت سره د يو لړ ځانګړو مراسموو په ترڅ کې لاسلیک کړ.

دغه تړون، نن دوشنبه د روان کال د غبرګولي مياشتې پر ۵مه نېټه د هېواد د المپيک، تربیت بدني او ورزش عمومي رياست، د فني او مسلکي مرستيال ښاغلي حافظ احمد جان ځدراڼ په شتون کې د فوټسال کمېټې او زلال موفق صنعتي شرکت ترمنځ لاسليک شو.

ټاکل شوې، چې د فوټسال غوره ليګ څلورم پړاو سيالۍ به د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د روان کال د غبرګولې مياشتې پر ۱۸مه نېټه د فوټسال کمېټې په مرکزي جمنازيوم کې پيل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۵۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

 

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۵۷
Background image

سمنگان کې د ځوانانو او نويو ځوانانو ترمنځ د کيک بوکسينګ سيالۍ وشوې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له درېيو کلبونو څخه د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۵۴
Background image

بادغیس کې د فوټبال اتحاد جام سيالۍ د اخته ګل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قادس ولسوالۍ په برګل حوزه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو د مخنيوي پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS