لغمان؛ الينګار ولسوالي کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یاد ولایت الینګار ولسوالۍ د والیبال په مرکزي لوبغالي کې د سخري لوبډلې په بریا پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د سخري او رجایي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د رجايي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او سیالي یې په خپل نوم کړه.
د يادو سياليو ترسره کېدو موخه د نشه یي توکو پر ضد مبارزه او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي.a