لغمان؛ د فوټبال سیالیو اتلولي جوانان کلب لوبډلې خپله کړه
د لغمان ولایت د بدني ورزنې او ورزش امریت او فوټبال فدراسیون په همغږۍ د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو اتلولي د جوانانو کلب لوبډلې خپله کړه.
د دغو سیالیو پایلوبې ته د جوانانو او اتحاد کلب لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې جوانانو کلب لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په یوه ګول ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
دغه سیالۍ چې نږدې ۲۵ ورځې یې دوام وکړ، د یاد ولایت په مرکز سراج باغ ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې او موخه یې د اسلامي امارت ملاتړ او د امریکایي اشغال د ماتې لمانځنه وه.
هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
