لغمان؛ علیشنګ ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۹:۱۸
لغمان؛ علیشنګ ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علیشنګ ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د پښتون زلمیانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د پښتون زلمیانو او سادات لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سادات لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د درېیوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٧ منډو هدف وټاکه. پښتون زلمیانو لوبډلې ټاکلی هدف د پنځو ویکټو په زیان د لوبې پهړ١١م اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ٣٥ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۵۶
Background image

لغمان کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د موی تای فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې له لغمان، کابل، بامیان او پکتیا ولایتونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۴۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنې ښار په کمردینانو کلي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د وسیم لوبډلې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۴۱
Background image

بلخ ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون ړ استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د اتحاد بلخ لوبډلې په اتلولي پای. . .

BACK TO NEWS