لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ټېنس بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال فدراسیون نمایندګي له لوري د یاد ولایت علینګار ولسوالۍ اړوند سنګره کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېنس بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د کنډي او کټاخېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې کنډي لوبډلې د ۳۵ منډو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ټېنس بال کرکټ پرمختګ، د نظام ملاتړ او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لیرې والی ښودل شوی دی.