لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۴
لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قرغیو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خروټي ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د مشرقي ځوانانو او خروټي ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه خروټي ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٦ منډو هدف وټاکه. مشرقي ځوانانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اوو ویکټو په زیان ٨٨ منډې وکړې او ١٧ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ٣٨ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۹:۵۹
Background image

لغمان کې ۲۰۰ ورزشکارانو او استادانو ته د فکري روزنې اصلاحي سمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د دعوت او ارشاد رياست له لوري د لغمان ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د بېلابېلو فدراسيونونو ۲۰۰ ورزشکارانو او استادانو ته د فکري روزنې اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۹:۵۸
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه هم وګټله

د فوټسال ملي لوبډلې ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ویتنام ته دویمه دوستانه سیالۍ کې هم د ۵ – ٢ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغان ملي لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې د ۵ ـ ۳ګولونو. . .

BACK TO NEWS