لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او د مهترلام روغتیايي علومو انسټیټوټ په مالي ملاتړ د یاد ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې نورالله لوبډلې د شپږو ویکټو په توپیر خپلې سیالې صفو خېلو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
