لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۹:۲۳
لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز مهترلام ښار کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ابدالي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ابدالي او جاويد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې ابدالي لوبډلې د درې پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه سيالۍ د شاهي کانال د بيا رغونې په ویاړ ترسره شوې چې یوولس ورځې یې دوام وکړ او په پای کې لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او نورې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۰
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولایتونو د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال څلورم پړاو سیالۍ د عبدالوهاب لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت دبدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د بارک اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS