لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار په حکیم اباد کلي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حکیم اباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې حکیم اباد لوبډلې د ۳/۱ میدان په توپیر خپلې سیالې میر حسن بیلې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.