لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سپارېنګ سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار په مرکزي جمنازیوم کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سپارېنګ سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې قرغيو کلب لومړی، عمران کلب دویم او واحدي کلب بیا دريم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
