لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۹:۵۴
لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه سراج بڼ په ورزشي لوبغالي کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سوپر ۶ سيالۍ د شارجه منتخب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې‌.

د يادو سياليو پايلوبه د شارجه منتخب او پردېس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې شارجه منتخب لوبډلې په ټاکلو شپږو اورونو کې د يو لوبغاړي په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۵ منډو هدف کېښود، پردېس لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او ۳۰ منډو په توپير يې ماته ومنله.

دغه سيالۍ، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ، موخه يې د ځوانانو ترمنځ د سالمې تفريح برابرول و او په پای کې د ورزش امريت له لوري گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول‌.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

هلمند کې د څلور نيم لکه افغانيو په ارزښت د سنوکر يو معياري کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت په گرشک ولسوالۍ کې د هلمندي ځوان محمد علي فروتن په مالي لگښت د څلور لکه پنځوس زره (۴٫۵۰۰۰۰) افغانيو په ارزښت د سنوکر يو معياري کلب رسماً پرانيستل شو.

د ښاغلي فروتن په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننگرهار؛ خوږيانو ولسوالۍ کې گډ ورزشي نمايشات ترسره شول

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د خوږياڼو ولسوالۍ په بربهار لېسه کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د بېلابېلو ورزشي ريشتو نمايشات ترسره شول.

دا نمايشات په جمناسټیک، پهلواني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

ننگرهار؛ جلال آباد ښار کې د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال آباد ښار په مرکزي سټډيوم کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

BACK TO NEWS