لغمان؛ مرکز مهترلام کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د هرمل لوبډلې په بریا پيل شوې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري مرکز مهترلام په هرمل سیمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د هرمل لوبډلې په بریا پيل شوې.
دغه سیالۍ چې نهه ورځې به دوام وکړي د پیل لوبه کې هرمل لوبډلې خپلې سیالې بیصرام لوبډلې ته د ۲/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او بریایې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د نشه یي توکو په وړاندې مبارزه ده.
