لغمان؛ په قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د شمشیراباد لوبډلې په بريا سره پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د شمشیراباد او امین اباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، امین اباد لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۳۲ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې شمشیراباد لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په اووم اور کې د یو لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او د نهو ويکټو په توپير يې لوبه وګټله.
د يادو سياليو موخه بيا رغونه او له نظام څخه ملاتړ دی، چې يوه مياشت به دوام وکړي.