لغمان؛ په مهترلام ښار کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۴:۳۵
لغمان؛ په مهترلام ښار کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د مرکز مهترلام ښار په سلطان غازي بابا ښارگوټي کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ له ا.ا.ا نظام څخه د ملاتړ او ورزش ته د ودې ورکولو په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ چې ۱۸ ورځې به دوام وکړي، لومړنۍ لوبه يې د بخشي اول او R4 B لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې R4 B لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې بخشي اول لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۸۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۳۶ منډو په توپير وبايلله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د بامیان ولایت په کوربتوب کې د هېواد د اتو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ وشوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوربتوب د هېواد د اتو ولايتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ په واکو سبک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۳۶
Background image

ميدان وردګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ډاکتر دولتزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په کچه ٨٠ لوبغاړو ته د والیبال تمریناتي کمپ پیل شو

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په د والیبال ٨٠ لوبغاړو ته د ایراني روزونکي محمد اسداللهي په مشرۍ تمریناتي کمپ پیل شو.

ټاکل شوې، چې دغه. . .

BACK TO NEWS