لغمان کې د بدن ښکلا او فيټنس ټاکنيزې سيالۍ وشوې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د بدن ښکلا او فيټنس فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د درېيو کلبونو ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فيټنس ټاکنيزې سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري او بېلابېلو وزني کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۷ تنه د لغمان ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
