لغمان کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز مهترلام ښار په کټل سیمه کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د هرمل او میدانیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه میدانیو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٩ منډو هدف وټاکه. هرمل لوبډلې ټاکلی هدف د شپږو ویکټو په زیان د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې ٢١ ورځې به دوام وکړي.