لغمان کې د ۱۰۵ تنو ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه يي ملي لوبډلې غوراوي سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۹:۳۰
لغمان کې د ۱۰۵ تنو ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه يي ملي لوبډلې غوراوي سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د هېواد زور خانه يي ملي فدراسيون له لوري د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د اوو ولايتونو د ۱۰۵ تنو ورزشکارانو ترمنځ د زور خانه يي ملي سيالۍ د غوره لوبغاړو په ټاکلو سره پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې له کابل، پنجشېر، ميدان وردگ، هرات، باميان، ننگرهار او لغمان ولايتونو څخه په لسو بېلابېلو وزني کټگوريو کې ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې لغمان د ۱۲ مډالونو په ترلاسه کولو سره لومړی، کابل د ۹ مډالونو سره دويم او ننگرهار د ۸ مډالونو په تر لاسه کولو سره درېيم مقام خپل کړ او همدارنگه ۴۰ تنه غوره ورزشکاران بیا د هېواد زورخانه يي ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د هېواد زور خانه يي ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل وو، چې څلور ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۵
Background image

پکتیا کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې.

. . .
جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۳
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ او د خوست ولايت د محبس د مسؤولینو په همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې. . .

BACK TO NEWS