لغمان کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۸:۶
لغمان کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز مهترلام ښار په ۵۰۰ کسېز جمنازيوم کې د اوو کلبونو د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې مهترلام ځوانانو کلب لومړی، سمندر کلب دويم او واحدي کلب بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د سوک وهنې ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۷:۴
Background image

#عکسونه

خوست کې له ۱۷ کلنو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د اتلولۍ په پار جوړ شوي جشن، څو زړه راښکونکي انځورونه!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۷:۱
Background image

#عکسونه

د پکتیا غیور ولس له لوري د ۱۷ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د تود هر کلي څو په زړه پوري انځورونه!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۶:۵۹
Background image

#عکسونه

#عکسونه

د آسیا اتلان خوست ولایت ته ورسېدل او په څو شېبو کې به د دوی لپاره ځانګړې غونډه پیل شي.

BACK TO NEWS