لوګر؛ د خوښۍ ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي احمدشاه ابدالي لوبډلې خپله کړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۵:۷
لوګر؛ د خوښۍ ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي احمدشاه ابدالي لوبډلې خپله کړه

د لوګر ولايت په خوښۍ ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ د احمدشاه ابدالي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبې ته احمدشاه ابدالي او سلېمان خېلو لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې ابدالي لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۱ منډې هدف کېښود، بل لوري ته سيالې سلېمان خېلو لوبډلې د ياد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په‌ ټاکلو ۱۵ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۹۱ منډې جوړې کړې او ماتې يې وخوړه.

هېره دې نه‌ وي چې د دغو سياليو د پايلوبې په مراسمو کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته، کپونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۴۶
Background image

کاپیسا؛ تګاب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمن د والیبال سیالۍ د تګاب بازانو لوبډلې په اتلولي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

کابل کې د ووشو ۶۰ لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې سمينار پای ته ورسيد

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د ووشو ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار بېلابېلو کلبونو څخه ۶۰ لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې دوه ورځنی سمينار، چې د دې فدراسيون په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۱۰
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبؤډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ډاب لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS