لوګر؛ لوګر اتلانو د اختريز ليګ واليبال سياليو اتلولي وګټله

د لوګر ولايت د ورزش امريت په همغږۍ د واليبال فدراسيون له لوري د ٨ غوره لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريز ليګ د لوګر اتلانو په بریا پاى ته ورسېد.
دغو سياليو چې ١٢ ورځې يې دوام وکړ پايلوبې ته يې د پل علم ښاروالۍ او لوګر اتلانو لوبډلو لار ومونده چې ٣-١ میدانونو په توپیر د لوګر اتلانو په ګټه پاى ته ورسېده.