لوګر؛ مرکز پل علم ښار کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز پل علم ښار کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د الیاس خان بابا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې الیاس خان بابا لوبډلې د ٣/٢ میدانونو په توپیر خپلې سیالې پيروزي کلنګار لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ والیبال لوبې ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې څلور ورځې یې دوام وکړ.
