لوګر؛ مرکز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کریکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۹:۲۲
لوګر؛ مرکز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کریکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز په صرفي کلاء په کلي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د سالار شهنواز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې یوه میاشت یې دوام وکړ پایلوبه د سالار شهنواز او خنجر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د سالار شهنواز لوبډلې په ټاکلو دولس اورونو کې د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه په مقابل کې د خنجر لوبډلې د ټولو لوبغاړو دلاسه ورکولو سره ۱۴۰ منډې ترسره کړې، چې سیالي د ۵۲ منډو په توپیر د سالار شهنواز لوبډلې په بریا پای ته ورسېده او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د دغو سیالیو په پای کې د ورزش او سپورټ امریت له لوري غوره لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۴۰
Background image

BACK TO NEWS