لوګر؛ په محمد آغې ولسوالۍ کې د لسو ټیمونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۰:۲۵
لوګر؛ په محمد آغې ولسوالۍ کې د لسو ټیمونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په سفید پوشانو ورزشي میدان کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د خزاني جام په نوم د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د سیالیو په لومړۍ لوبه کې اتفاق محمد آغې لوبډلې طوفان محمد آغې ټیم ته د ۰-۲ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یادو سیالیو د پیلېدو موخه د ولسوالۍ په کچه د فوټبال لوبې پراختیا، د لوبغاړو ترمنځ یووالی او له نشه یي موادو سره د ځوانانو مبارزه او ترې ځانونه ساتل ښودل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د فوټبال دا سیالۍ څلور ورځې دوام کوي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

 

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د فوټسال کېمټې له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوې اوونۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۴
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS