لوګر؛ په مرکز پل علم کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د لوکر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز او ولسواليو په ګډون د ميدان وردګو او کاپيسا ولايتونو د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل لوبه د اتحاد برکي او کتب خېلو ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې کتب خېلو ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲_۰ ميدانونو پهتوپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د دغو سیالیو موخه په لوګر ولایت کې د واليبال ورزش وده، د لوبغاړو تر منځ يووالى او د نشه يي موادو پر ضد مبارزه ياد شوي دي.
