لوګر؛ په مرکز پل علم کې ۲۵ ورزشکارانو ته د ارتقا کمر بندونه ورکړل شول

د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسنګ ۲۵ ورزشکارانو ته د ياد ولايت په مرکز پل علم عزيزي ورزشي کلب کې د ارتقا کمر بندونه ورکړل شول.
په دغو کمربندونو کې، دوه يې اول او نور دويم، درېیم او څلورم کمر بندونه وو او ۲۵ ورزشکارانو ته ورکړل شول.
هېره دې نه وي، چې په پای کې يادو ورزشکانو ته د ياد ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت د مسولينو له لوري ستاينليکونه او ورزشي توکي هم ورکړل شول.