لوګر ولایت کې د فکري انسجام تر سرلیک لاندې د والیبال سیالۍ پیل شوې
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو د چارومدیریت لخوا د فکري انسجام تر سرلیک لاندې د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دې سیالیو په پیلیزو مراسمو کې د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امرمزمل نعیم زي، د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع الله صمیم او یو شمېر نورو نظامي او ملکي مسوولینو ګدون کړی وو.
یادې سیالۍ چې په پل علم کې پیل شوې د والیبال ۱۵ لوبډلې پکې ګډون لري
رفیع الله صمیم دې مراسمو ته د خبر پرمهال ډاډ ورکړچې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو لپاره په ښوونیزو او ورزشي برخو کې یو لړ پروګرامونه په پام کې لري او له ځوانانو یې وغوښتل چې له شته امکاناتو څخه د خپلو وړتیاو د لوړولو برخه کې ګټه واخلي او د ټولنې په مثبت بدلون کې رغنده رول ولوبوي.
