لوگر؛ ؛ مرکز پلعلم ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۲۲ ورزشکاران د لوګر ولایت د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د لوګر ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې یو ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د لوګر ورزشي امریت له لوري غوره لوبغاړو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.