لوگر؛ چرخ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د چرخ ولسوالۍ په مولانا یعقوب چرخي ورزشي لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې صداقت اف سي لوبډلې خپلې سيالې جوانان شيخ ها لوبډلې ته د ۱۰/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې يوه نيمه مياشت يې دوام وکړ.
