لوگر سټار لوبډلې د مس عینک جام په نوم د ټېب بال کرېکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۹:۵۴
لوگر سټار لوبډلې د مس عینک جام په نوم د ټېب بال کرېکټ سياليو اتلولي وگټله

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پل علم ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د مس عينک جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د لوگر سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د لوگر سټار او خواجه سپورټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لوگر سټار لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۵۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې خواجه سپورټ لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۹۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۸۸ منډو په توپیر وبايلله.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته يو عراده بايسکل، دويم مقام گټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۷:۴
Background image

#عکسونه

خوست کې له ۱۷ کلنو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د اتلولۍ په پار جوړ شوي جشن، څو زړه راښکونکي انځورونه!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۷:۱
Background image

#عکسونه

د پکتیا غیور ولس له لوري د ۱۷ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د تود هر کلي څو په زړه پوري انځورونه!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۶:۵۹
Background image

#عکسونه

#عکسونه

د آسیا اتلان خوست ولایت ته ورسېدل او په څو شېبو کې به د دوی لپاره ځانګړې غونډه پیل شي.

BACK TO NEWS