لوگر کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو سیلف ډفينس سبک سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۲۰
لوگر کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو سیلف ډفينس سبک سيالۍ وشوې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز پل علم ښار په دولتي جمنازيوم کې د سویل ختیځ زون په کچه د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو سیلف ډفينس سبک سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې له پکتيا، خوشت، غزني، پکتيکا او لوگر ولايتونو څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې لوگر لومړی، خوست دويم او پکتيا بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، کمربندونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل؛ پغمان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ګلف ملي فدراسیون له لوري د پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د بامیان مرکز کې د غرختنې لوبډله د بابا غره ته وختله

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د غرختنې څلور کسيزه لوبډله د بابا غرونو ته وختله.

ياده لوبډله د بابا غرونو ۵۱۴۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۴:۳۵
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې اتو لوبډلو ترمنځ د تیږې اچولو سیمه ییزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دغه سیالۍ د لویانو. . .

BACK TO NEWS