لوگر کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ خزاني جام سيالۍ وشوې
د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې د کيک بوکسينګ خزاني جام سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو موخه د کيک بوکسينګ ورزش ته وده ورکول، د غوره استعدادونو موندل او د ځوانانو ترمنځ مثبته انګېزه رامنځته کول و، د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.
