لیونل میسي د اتم ځل لپاره د نړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو

سرو زرو توپ د فوټبال کلنۍ جایزه ده, چې د فرانس فوټبال مجلې له خوا د نړۍ د کال غوره فوټبالر ته ورکول کیږي.
دا جایزه له ۱۹۵۶م راهیسې ورکول کیږي، که څه هم د ۲۰۱۰م او ۲۰۱۵م کلونو ترمنځ، له فیفا سره د یو تړون له مخې، دا جایزه په موقتي توګه د فیفا د کال له غوره لوبغاړي سره یو ځای شوه او د فیفا د سرو زرو توپ نومول شوی و.
په هر صورت، دا تړون په ۲۰۱۶م کې پای ته ورسیده او دې جایزه د سروزو توپ په نوم دوام پیدا کړ.
د ورزشي لیکوال ګبریل انو په وړاندیز، د سپورټ ژورنالیستانو د نظر پوښتنې له مخې، د سروزو توپ د فوټبال هغه لوبغاړي ته ورکول کیږي، چې په وروستیو کلونو کې ښه ځلیدلی وي.
لع ۱۹۵۶م څخه تر ۲۰۰۶ م پورې ورته کړنلاره تعقیب شوه. له ۲۰۰۷ م کال وروسته د ملي لوبډلې روزونکي او کپتان هم د رایې ورکولو حق پيدا کړ.
د سروزو توپ جایزه په لومړیو کې د اروپايي لوبغاړو لپاره یوه جایزه وه؛ خو له ۱۹۹۵م کال راهیسې د بالون ډي او غیر اروپايي لوبغاړو ته هم ورکول کېږي ، چې د اروپايي کلپونو کې يې لوبه ترسره کوله.
دا جایزه په دې شرط چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د فوټبال ټول مسلکي لوبغاړي مستحق دي په ۲۰۰۷ کې یوه نړیواله جایزه شوه.
د سروزو ټوپ جایزې ګټونکي تر ډېره بریدګر لوبغاړي وو تر ۱۹۹۵م کال مخکې د ۱۰ لیګونو لوبغاړو د سروزرو توپ جایزه ګټلې وه، په داسې حال کې چې له ۱۹۹۵ کال راهیسې یوازې د انګلیسي، جرمني، ایټالیا او هسپانیا لیګونو لوبغاړو دا جایزه ګټلې ده.
بارسلونا او ریال ماډریډ له ۱۹۹۵م راهیسې د سرو زرو توپ تر ټولو ډېر طلايي توپونه ګټلي دي.
د ۲۰۲۰م کال د سرو زرو توپ جایزه د کرونا ویروس د خپرېدو له امله لغوه شوه؛ مګر په ۲۰۲۱ کې، دا جایزه د ارجنټاین د ملي ټیم او د پاریس سینټ جرمن کلپ لوبغاړي لیونل میسي ترلاسه کړه.
همداراز د 2023 کال یاده جایزه تېره شپه لیونل میسي ته د اتم ځل لپاره ورسېده. په دې برخه کې لیونل میسي په ۸ توپونو، رونالډو په ۵ توپونو او میشل پلاتیني په ۳ سرو زرو توپونو په ګتلو سره د دې جایزې ترټولو غوره لوبغاري دي.