مزار شریف کې د بلخ او جوزجان ولایتونو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۰:۳۰
مزار شریف کې د بلخ او جوزجان ولایتونو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه

د وزلوبې دا سیالۍ د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د وزلوبې فدراسیون له خوا د مزارشریف په مقیم بای ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه.

په دې سیالۍ کې د بلخ د ورزش اوسپورټ مرستیال ترڅنګ یو شمېرنورو ورزشي مسوولینو، مخورو، ځوانانو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی وو.

یاده سیالۍ چې د یووالي او پیوستون په موخه ترسره شوه د بلخ په ګډون د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ ګڼ شمېر چاپندازانو پکې ګډون درلود او یو د بل پر وړاندې یې سخته سیالي وکړه.

د سیالۍ په لړ کې شمس الدین پهلوان د حبیب الله سرپلي په اس اوعلم پهلوان د حاجي علم بزاز په اس باندې توانېدل چې دایره حلاله کړي او نقدي ډالۍ یې ترلاسه کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۲:۰
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ واټساپ چينل وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ واټساپ چينل وڅارئ!👇

برای#لينک👇

https://whatsapp.com/channel/0029VacgeCc65yD7vJWr0e47

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۱:۵۷
Background image

کابل کې ۱۰۰ ورزشکارانو او روزونکو ته د بايسکل ځغلونې يو ورځنی روزنيز سمينار پيل شو

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د بايسکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت ۱۰۰ ورزشکارانو او روزونکو ته د بايسکل ځغلونې د لوبڅارنې او روزنې يو ورځنی سمينار د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۱:۵۵
Background image

زابل کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې. . .

BACK TO NEWS