مولوي احمدلله وثیق: په دولتي ادارو کې د دعوت او  ارشاد ریاستونو تشکیل غوره ابتکار او د اسلام ښوونې په برخه کې اغېزمن ګام و

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۲۱:۳۴
مولوي احمدلله وثیق: په دولتي ادارو کې د دعوت او  ارشاد ریاستونو تشکیل غوره ابتکار او د اسلام ښوونې په برخه کې اغېزمن ګام و

د هېواد د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د دې ادارې کارکوونکو  ته د ديني علومو د درسي لړۍ د آزموینې د پایلو د اعلان او د ممتازو ګډونوالو لپاره ستاینغونډه جوړه شوه. 

په دې غونډه کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ ریاست لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق، د  د دعوت او ارشاد عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد هاشم شهید ورور او ورسره مل پلاوي، د المپیک ملي کمېټې او سپورټ ریاست مسؤولینو، اداري او خدماتي کارکوونکو برخه اخیستې وه. 

د بدني روزنې او سپورټ ریاست لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق، د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې له امير المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله آخوندزاده حفظه الله څخه ځانګړې مننه وکړه، چې د اداراتو په تشکیل کې یې د دعوت او ارشاد ځانګړي ریاستونه تأسیس کړل. نوموړي په خپلو خبرو کې د امارتـــــي ادارو د کار کوونکو  لپاره د دعوتي او تدریسي زده کړو د لړۍ په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په دولتي ادارو کې د دعوت او  ارشاد ریاستونو تشکیل غوره ابتکار او د اسلام پوهنې په برخه کې اغېزمن ګام و، په هر مسلمان لازمه ده، چې د دیني احکامو زده کړې ته په خپل ژوند کې لومړيتوب ورکړي او په پوره توان د اسلام د مبارک دین په احکامو او تعلیماتو ځان پوه کړي. 

ښاغلي وثیق په دولتي ادارو کې د دعوت او ارشاد تدریسي لړۍ اغېز بارز او محسوس وباله. 

ورپسې  د دعوت و ارشاد عمومي رئیس مولوي محمد هاشم شهید ورور د دیني علم او پوهې د حصول په ارزښت خبرې وکړې، نوموړي وویل: «د دولتي ادارو کارکونکو ته د دعوتي او تدریسي لړیو مفهوم دا نه دی، چې خدای مه کړه دا خلک له دیني او ایماني اړخه کمزورې دي، افغانان له پېړیو، نیکونو او اجدادو مسلمانان او د اسلام پیاوړي مدافعین دي، له دې تدریسي لړیو یې موخه د اسلام د مبارک دین د احکامو لا ښه زده کولو او مذاکره ده.»

د غونډې په پای کې د المپیک ملي کمیټې او سپورت عمومي ریاست کارکوونکو ته د دې ادارې د دعوت او ارزشاد ریاست له لوري د اخیستل شوې آزموینې پایلې اعلان او ممتازو ګډونوالو ته یې ډالۍ او ستاینلیکونه ووېشل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS