ميدان وردګ، چک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د غشو ويشتلو تمریناتي سیالۍ پیل شوې

د ميدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د غشو ويشتلو ژمنۍ تمريناتي سیالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ په روزمره ډول د دوه لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې په لومړۍ لوبه کې د مېرویس لوبډلې خپلې سیالې امان لوبډلې ته د ۴۶/۲۶ نومرو په توپیر ماتې ورکړه او سیالي یې په خپل نوم کړه.
د یادونې وړ ده دغه سیالۍ هر کال ژمي کې پیل او تر پسرلي دوام کوي.