ميدان وردګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ډاکتر دولتزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ډاکتر دولتزي لوبډلې د ٣ پر ٢ میدانونو په توپیر خپلې سیالې کمال بابا خېلو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
