ميدان وردګ؛ مرکز میدان کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۹:۳۴
ميدان وردګ؛ مرکز میدان کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او والیبال فدراسیون د استازولۍ په ګډې همکارۍ د دې ولایت د مرکز میدان ښار په مرکزي جمنازیوم کې د پنځو ولایتونو(میدان وردګ، لوګر، بامیان، کابل او بغلان) ترمنځ د والیبال څلور ورځنۍ تشویقي سیالۍ پیل شوې.

د دغو سياليو د پیل مراسمو کې د ياد ولايت امنیه قومندان مل پاسوال شیخ الحدیث محمد شریف حلیمې، د یاد ولایت د والي نرستیال مولوي یوسف، د میدان وردګ د بدني روزنې او سپورټ مسؤلینو، امنيتي چارواکو، ورزشکارانو او د ورزش سلګونو مينوالو ګډون کړی وو.

د دې سیالیو پیل لوبه د حاجې فولاد علي خېل او شهید غلام نجیب لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د شهید غلام نجیب لوبډلې د ۳-۰ په توپیر حاجي فولاد علي خېل لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د ولایتونو د لوبغاړو تر منځ د راشې درشې او مینې زیاتوالی او ورزش ته د ځوانانو ته هڅول ښودل شوي دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

 

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د فوټسال کېمټې له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوې اوونۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۴
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS