ميدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت، واليبال فدراسيون او چک ولسوالۍ د ورزشي کمېټې په همغږۍ د ملي سوداګر حاجي محمد قسيم پوپل په مالي ملاتړ د نوموړي ولايت په کچه د چک ولسوالۍ عربانو درې په سرياب سيمه کې د ۳۶ غوره لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل په مراسمو د ياد ولايت ورزشي مسوولينو، امنيتي چارواکو، ورزشکارانو او د ورزش سلګونو مينوالو ګډون کړی و.
په پيل کې د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امر زبيح الله وهاج ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه زياته يې کړه: د خوښۍ ځای دی چې يو ځل بيا ګران هيوادوال د امن په غېږه کې د لوبو ليدو ته راټول او د ټول ولايت غوره لوبډلې لوبې ترسره کوي، ده همدا راز د ملي سوداګر محم قسيم پوپل دغه ابتکار وستايه او له نورو سوداګرو يې غوښتنه وکړه چې د لوبغاړو لپاره د ورته برنامو په جوړولو کې له موږ سره همکار پاتې شي.
د پيل لوبه د ابکزار ب لوبډلې او بتار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې ابکزار ب لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۲۴_۱۹ نومرو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
همدا راز په دويمه لوبه کې زبير کاروان لوبډلې خپلې سيالې سالار ميوند لوبډلې ته د ۲۵_۱۱ نومرو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې ترلاسه کړه.
د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو موخه له امريکايي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د دويمې کاليزې لمانځل، د ولايت په کچه د غوره ورزشکارانو موندل او همدارنګه د لوبغاړو ترمنځ د تجربو شريکول دي.
هېره دې نه وي چې د دغو سياليو په پای کې به غوره لوبډلو او لوبغاړو ته نقدي ډالۍ ورکړل شي.