ميدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۵۰ غشي ویشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سيالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۱:۴۹
ميدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۵۰ غشي ویشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سيالۍ وشوې

د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند غشي ویشتلو فدراسيون د استازولۍ په لارښوونه، د چک ولسوالۍ په ادم خېلو کلي کې د ۵۰ غشي ویشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د ادم خېلو کلي په کوربتوب د بابا قلعې او ادم خېلو کليو د ۵۰ غشي ویشتونکو ترمنځ وشوې، چې په پايله کې د ادم خېلو کلي غيشي ويشتونکو خپلو سيالو د بابا قلعې غيشو ويشتونکو ته د ۱۱۳- ۸۶ نومرو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده چې غشي ویشتل د يادې سيمې ژمنۍ دوديزې لوبې دي او هر ژمی سلګونه خلک پکې بوخت وي او دغه سيالۍ ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۲۵
Background image

سمنگان؛ خلم ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خلم ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۵
Background image

کابل ـ والیبال لیګ؛ سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې

د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم د پيل شوي افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو سياليو کې نن سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې، د نننیو سیالیو لیدو ته حافظ انس ح.ق. . .

BACK TO NEWS